امنیت

د طالبانو يو قوماندان له ساتوونکو سره يې ووژل شو.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
په فارياب ولايت کې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې د طالبانو يو قوماندان له ساتوونکو سره يې ووژل شو او اووه تنه نور طالبان ټپيان شول.
دغه جګړې د ٢٠٩ شاهين قول اردو دلومړى لوا دشپږم کنډک دځواکونو او طالبانو ترمنځ دغورماچ ولسوالۍ د ابګرمک او دقيصار ولسوالۍ دکنجک په سيمو کې ونښتې .
په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتي دفتر مسوول جګړن احمد فريد ((اوري)) دغه خبر تاييد کړ او ويې ويل: ددغو جګړو په بهير کې د طالبانو مشهور قوماندان داملا((زقوم)) له يوه ساتوونکى سره يې ووژل شو او اووه تنه نور طالبان ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته