امنیت

د کندز ولايت د پوليسو يو مسوول دطالبانو له خوا وتښتول شو

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٨ :
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ اداري مرستيال نن د وسله والو طالبانو له خواوتښتول شو.
ويل کيږي چې دغه پيښه دتالقانو _  کندز په لويه لاره کې رامنځته شوې ده.
دکندز ولايت د خان آباد ولسوالۍ اجرائيه آمر قدرت الله صافي د دغه خبر په  تائيدولو سره د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والوطالبانو دتالقانو _ کندز د لويې لارې په اوږدوکې په خان آباد ولسوالۍ پورې اړوند د خواجه پستې  په ساحه کې دکمين په نيولو سره د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ د اداري مرستيال وحيدالله د سپرلۍ موټر ته اور واچاوه  چې له امله يې د ده ساتوونکى   ټپي شو او اداري مرستيال يې له ځان سره نامعلوم ځاى ته بيولى دى.
صافي زياته کړه چې امنيتي ځواکونه ساحې ته رسيدلي دي او دپلټنې عمليات يې پيل  کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته