امنیت

ملي امنيت: د داعش د دريو مشرانو په ګډون ديارلس تنه بهرني تروريستان ووژل شول

کابل/ باختر/ د ثور  نولسمه :
د افغانستان د ملي امنيت لوى رياست په افغانستان کې د داعش د مشر د وژل کيدو په باب نوې جزئيات اعلام کړي دي .
د ملي امنيت لوى رياست نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي: د ملي امنيت او د غوڅ ملاتړ د ځواکونو په ځانګړو عملياتوکې چې د ثور د مياشتې په اوومه نيټه د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې ترسره شول، د داعش د تروريستي ډلې مشر عبدالحسيب لوګري د دغې ډلې له ٣٥ تنو قوماندانانو او غړو سره د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ د مومند درې سيمې ته څېرمه د ګزک په ساحه کې ووژل شول .
په وژل شويوکسانوکې د داعش د ډلې ١٣ تنه مهم قوماندانان، اووه تنه پاکستاني اتباع، څلور تنه ازبکستاني اتباع او دوه تنه تاجکستاني اتباع شامل دي .
عبد الحسيب لوګري د داعش له مشر حافظ سعيد وروسته د داعش مشري په غاړه  درلود.
د عبدالحسيب لوګري په مشرۍ څو خونړى بريدونه سازمان ورکړشوي و چې زموږ د يو زيات شمېر هېوادوالو د شهادت سبب شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته