(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)ټولنه

د بغلان والي: د ښې حکومتولۍ په رامنځ ته کولو کې د خلکو مرسته اړینه ده

کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د بغلان والي د دغه ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ له ځايي، سپين ږیرو، خلکو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې له حکومتي چارواکو سره د ولسي خلکو د مرستې په زیاتولو ټينګار کړی.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني له قومي مشرانو سره په لیدنه کې د ښې حکومتولۍ په رامنځته کولو کې له حکومتي چارواکو او مسوولینو سره د خلکو مرسته مهمه بللې او ټينګار یې کړی چې حکومتونه د ولسي خلکو له همغږۍ او مرستې پرته پرمختګ نه شي کولای.

والي د خپلو خبرو پر دوام د اسلامي نظام د ټينګښت په برخه کې د خلکو هراړخیزې مرستې او مشورې له لوړ ارزښت څخه برخمنې بللي او زیاته کړې یې ده، چې د اسلامي امارت چارواکي په لوړه او ټيټه کچه د ولسي مشرانو مشورو او مرستو ته په جدي ډول اړتیا لري او دې اړتیا ته په کتو باید خلک له حکومت سره همکاره واوسي.

د تاله او برفک ولسوالۍ قومي مشرانو وویل، چې دوی هم د رامنځ ته شوي اسلامي نظام د ټينګښت لپاره شپه او ورځ په نه ستړي کېدونکي ډول کار کوي او هڅه به وکړي چې د وس تر بریده له ځايي چارواکو سره د ښې حکومتولۍ د رامنځته کولو په موخه همکاري وکړي.

اندړوال،ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا