امنیت

پنځه طالبان له خپل قوماندان سره په بغلان کې ووژل شول .

کابل /دمرغومي ٣مه /باختر :
پنځه طالبان له يو قوماندان سره پرون مازيګر په بغلان کې په يو هوايي بريد کې ووژل شول .
د ٢٠٧پامير قول اردو دقوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال دباختراژانس خبريال ته وويل  چې قاري اسحق  ګجور  له خپلو څلورو تنو افرادو سره يې دپلخمري ښار دډنډ غوري دقلعه خواجه په ساحه کې  په يوه هوايي بريد کې ووژل شول
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې اووه نور وسله وال طالبان  ټپيان شول او ددوى يوه اندازه جنګي وسايل هم له منځه يوړل شول .
دغه طالبان هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې دډنډ  غوري ولسوالۍ دقلعه خواجه په ساحه کې  واټ وتړلي .
  ختم+_ سعيده _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته