امنیت

په هلمند کې دپوليسو په پوستو دطالبانو بريدونه ناکام شول .

کابل باختر دلړم څليرويشتمه :
دهلمند ولايت په موسي قلعه ولسوالۍ کې  دپوليسو په پوستو  دطالبانو دتير شپې په ډله ئيزو بريدونو کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ ويانددويم څارن شاه محمود اشنا دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه بريدونه دوسله والو طالبانو له خوا دموسي قلعه  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دپوليسو  په  امنيتي پوستو ترسره شول چې له امله يې درې  تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دغو بريدونوکې دوسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دپوليسو دځواکونولاس ته ورغلي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته