خبرونهفرهنګ

د بغلان ټولنیزو فعالان د نوي نسل په ښې فکري روزنې ټینګار کوي

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر

د بغلان ټولنیز او فرهنګي فعالان وايي، چې د اسلامي امارت په راتلو سره هېواد کې د ټولو ناقانونه وسله والو ډلو شتون پای ته رسېدلی او اړتیا ده چې مېشت قومونه او په هېواد کې شته جهادي مشران خپل وخت د ځوان نسل سالمې فکري روزنې ته وقف کړي تر څو د افغاني ټولنې فکري، فرهنګي او ټولنیزې ستونزې حل او په هېواد کې ټولنیز ثبات حاکم شي.

د بغلان ټولنیزو فعالانو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په هېواد کې یو لړ ستونزې په فرهنګي او ټولنیزه برخه کې شتون لري او اړتیا ده، چې خلک، پخواني جهادي مشران او فرهنګي فعالان په ګډه د افغانستان د خلکو ښې فکري روزنې ته کار وکړي څو په ټولنه کې ټولنیزې او فرهنګي تشې کمې شي.

دوی زیاتوي، چې افغانستان کې د اوس وخت لپاره فکري مبارزه مهمه ده او دې اړتیا ته په کتو باید خلک له حکومت سره په همغږۍ دا ستونزې حل کړي.

اندړوال\لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا