امنیت

دغلاپه تور يوه سړۍ ته يوويشت کاله بند

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢١ :
په هرات کې   يو سړى  دوسله والې غلا دڅلورو فقرو په تور دهرات ولايت دښاري محکمې   له خوا ديوويشت کاله بند په مجازاتو محکوم شو.
دغه سړى څه موده مخکې  دوسله والې غلا دڅلورو فقرو په تور د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شو او په لومړنيو تحقيقاتو کې  يې په خپل جرم اعتراف کړى و.
دهرات دښاري محکمې رئيس قضاوتمند محمدشعيب ابراهيمي  چې ددغې غونډې مشرتوب يې په غاړه درلود وويل چې  په ټاکلې موده کې  دتورن  داستيناف غوښتنې حق محفوظ دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته