امنیت

په پکتيا کې دڅلورو تنو مړي ترلاسه شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٤ :

دڅلورو تنو ځوانانو مړي پرون په پکتيا ولايت کې ترلاسه شول.

ويل کيږي چې دغه څلور تنه ځوانان دوه ورځي مخکې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا له موټرسره يي تښتول شوي دي.

دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخيل باختراژانس ته وويل :

داريوب ځاځي ولسوالۍ څلور تنه اوسيدونکي  چې  دڅمکنيو له ولسوالۍ څخه ګرديز ته روان وو په لاره کې  دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا له موټرسره يې وتښتول شول .

يوه اړونده خبرځاى وويل  دغه مړي چې په ډزو سره وژل شوي  و پرون دسيدکرم ولسوالۍ په  سرچيني سيمه کې ترلاسه شول .

دپکتيادولايتي شورا غړى عبدالمالک  ځاځي وويل چې دغه درې تنه ديوې کورنۍ غړي وو اوله هيچاسره يي مخالفت اودښمني نه لرله او ددولت په کومه دستګاه کې يي کار نه کاوه.

دپيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي  او موټر يي اوس هم بي درکه دي اوپوليس دپيښې دعاملينو دموندلو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته