امنیت

پکتیکا کې ۴ تنه طالبان وژل شوي دي

ښرنه  باختر د تلې  ۱۶ مه
د پکتیکا ولایت په  یحیی حېلو ولسوالۍ کې  د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته  شوې چې  پر مهال یې څلور تنه طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت  د امنیې  قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین د  باختر اژانس سمیه  ېيز  خبریال ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په یحیی حېلو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په امنیتي پوستې برید وکړ خو د پولیسو له کلک غبرګون سره مخامخ شول.
ارین زیاتوي چې  په دغه نښته کې د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یو بل خبر له مخې،  د پکتیکا د امنیې  قوماندانۍ مسوولین وايي چې  د دغه ولایت د  نکې  ولسوالۍ په  بوزي سیمه کې  دولس تنو وسله والو  طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پکتیکا امنیې قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې تېره شپه بې پيلوټه الوتکې په نکې ولسوالۍ کې د طالبانو پټنځی په نښه کړی.
سرچینه زیاتوي چې په دغه برید کې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان  شوي دي.
ویل کېږي په دواړو پېښو کې  افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته