سیاستخبرونه

د بهرنیو چارو وزیر او د جمهوررييس دفتر رییس د ازبکستان له جمهوررييس  سره وکتل

 کابل / د سلواغې ١٦مه/ باختر

د بهرنیو چارو وزیرمحمد حنیف اتمر او د جمهوري رياست د مقام د دفتر رييس محمد شاکر کارګر تاشکند ته د سفر په پای کې د ازبک جمهوررييس شوکت میر ضیایف سره وکتل.د باختر آژانس د خبرله مخې ؛ په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د افغانستان د سولې پر بهير خبرې وشوې.د هېواد د بهرنیو چارو وزیر میرضيايف ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس د مبارکۍ او نیکې هیلې پیغام  وړاندې کړ  او د سولې د بهير او د تېرو دوه لسیزو د دیموکراتیکو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره د ازبکستان جمهوریت د حکومت   او خلکو قوي ملاتړ یې وستایه.

اتمر د افغانستان – اوزبیکستان – پاکستان د لومړۍ درې اړخيزې ناستې بریالی پيل چې د مزار شریف – کابل – پیښور د ریل پټلۍ د پروژې د لارې‌ نقشې لاسلیک کولو لپاره جوړ شوی و، د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ يې د سوداګرۍ په پراختیا، د اقتصادي همکاريو او د سیمه يیزو اړیکو په پراختیا کې یو اغیزناک ګام وباله.

د ازبکستان جمهوررييس د سولې بهير او د تېرو 19 کلونو لاسته راوړنو په ساتنه کې د خپل هیواد پرملاتړ یوځل بیا  ټينګار وکړ او د کابل او تاشکند ترمنځ  پرسیاسي ، تجارتي او اقتصادي اړیکو پراخولو ټینګار وکړ.میرضيايف د ازبکستان ، افغانستان او پاکستان ترمینځ د  مزارشریف – کابل – پیښور د ریل پټلۍ لاسلیک کول د سیمه يیز اتصتال  پر لور یو مهم ګام وباله ، او یادونه یې وکړه چې د دې  پروژې پلي کېدل به سیمه کې پرمختګ او ثبات راولي. دغه راز دواړو لوریو د سیمه يیزاجماع او د افغانستان د سولې بهير لپاره د نړیوالې مرستې پر پیاوړتیا هم خبرې  وکړې،  او په نږدې راتلونکي کې يې د ازبکستان په نوښت د بهرنیوچارو وزیرانو د نړیوال کنفرانس جوړول مهم وبلل.دغه راز میرٍٍَضایف موافقه وکړه چې هیواد ته د ازبکستان د برېښنا صادرات زیات کړي او د افغان جمهور رييس  په غوښتنه به د سرخان- پلخمري 1000- میګاواټه بریښنا پروژې کار ګړندی  کړي.دغه راز له ازبکستان څخه افغانستان ته د هېواد د جمهور رييس په غوښتنه د وارد  شويو اوړو اوغنمو د بيې د کمولو په  اړه ، په ځانګړي ډول په  ساړه موسم کې ، دواړو لورو په آزاده توګه خبرې وکړې او د مناسب حل پر موندلو يې هوکړه وکړه.د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د ازبکستان جمهوریت له خوا په ځانګړې توګه د کرونا ویرس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د بشردوستانه مرستو ستاینه وکړه او په تاشکند کې د دوی د استوګنې پرمهال د افغان پلاوي د تود هرکلي له امله د دغه هېواد له  چارواکو مننه وکړه.پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته