
۱۴- کابل، د غوايي ۲۶مه، باختر
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز پلخمري کې یوه قلعه او دوه تپې چې اوږده تاریخي مخینه لري کشف او سروې شول.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمریت د کلتوري میراثونو د ساتنې مدیر کریمداد رحیمي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته یې وویل، چې د پلخمري په پوزه ایشان سیمه کې یې کهنه قلعه، په شیخ علي سیمه کې د خاکي تپه او د پلخمري په حسین خېلو کې د عمرخېلو تپه کشف او سروې کړه.
رحیمي زیاته کړه، چې د کهنه قلعې تاریخ د کوشانیانو په دورې پورې او دغه راز د خاکي او عمرخېلو د تپو تاریخ تر اسلام د مخه زمانو پورې تړاو لري.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي عزت میرحقاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دا لرغوني ځایونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لرغونپوهانو د څېړنو په پايله کې کشف شوي دي.
اندړوال،لمر