فرهنګ

روزنيز ورکشاپ جوړ شو

کابل باخترلړم دمياشتې ٢ نيټه  :
د کار له چاپيريال سره د بلدتيا روزنيز ورکشاپ نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا جوړ شو.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
دغه روزنيز ورکشاپ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري منابعو د رياست د اداري د ظرفيت د لوړولو او انکشاف د آمريت له خوا د اداري او حسابدارۍ او د سوداګرۍ  د مسلکي انستيتونونو او د پروموت موسسې يوشمېر زده کوونکو ته  جوړ شوى و.
په دې روزنيز ورکشاپ کې په اداروکې له کار او د کار له چاپيريال سره د بلدتيا د بېلابېلو لارو چارو په اړوند د ورکشاپ برخه والو ته  معلومات ورکول کيږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري منابعو رئيس احمدضيا انوري د دغې روزنيزې دورې په باره کې برخه والو ته معلومات ورکړل ويې ويل: شاملان بايد  زياتې هلې ځلې وکړي او د دغې ادارې د چارواکو او کارکوونکو  له تجربو څخه زياته ګټه واخلي  .
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري منابعو د ادارې د ظرفيت د لوړولو او انکشاف آمر محمدعيسى خاطر زي وويل چې په دې روزنيز ورکشاپ کې د نجونو او هلکانو په ګډون د دغو انستيتونو اتيا تنو محصلانو ګډون کړى دى او له يوې مياشتې څخه تر دريو مياشتو پورې زده کړې کوي.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته