کابل باختر دوږي اوولسمه :
په لوګر ولايت کې دلومړي ځل لپاره دنرسنګ له ښوونځي څخه نجونې فارغې شوې .
شپږ ديرشو تنو نجونو نن دلوګر ولايت دنرسنګ له روزنيز مرکز څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
په لوګر ولايت کې دنرسنګ دتعليمي پروګرام مسوول راز الدين راسخ دباختراژانس خبريال ته وويل : دغه نجونې دعمومي نرسنګ په څانګه کې ددوه کلنې روزنيزې دورې له تيرولو وروسته فارغې شوې .
دغو فارغانو ددولسم ټولګي له پاى ته رسولو وروسته دکانکور دازموينې له لارې دغه مرکز ته لاره موندلې وه .
راسخ زياته کړه چې دغه مرکز د ادا موسسې د وريښمو دلارې دموسسې او دلوګر ولايت دعامې روغتيا رياست په مالي مرسته اوهمکارۍ فعاليت کوي .
دلوګر ولايت دعامې روغتيا رييس محمد ظريف نايب خيل وايي چې دا دنرسنګ دښوونځي لومړى دوره فارغان دي او هغه روغتيايي مرکزونه چې د ښځينه روغتيا پالو له کمښت سره مخامخ دي په ډير لنډ ممکن وخت کې دغه فارغان خلکو ته د روغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو لپاره روغتيايي مرکزونو ته استوي . په لوګر ولايت کې څه دپاسه ديرش روغتيايي مرکزونه فعال دي چې په سلو کې څه دپاسه نوي اوسيدونکي يې په روغتيايي خدمتونو برلاسۍ لري .
0 1 دقیقه لوستل