(PS)خبرونه(PS)روغتیا

د بغلان په ډنډ شهاب الدین سیمه کې ۴ زره کورنیو ته یو ثابت روغتیاتي مرکز فعال شو

۷- کابل، د غوایي ۱۹مه، باختر

د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې په ډنډشهاب الدین سیمه کې ۴ زره کورنیو ته د عامې روغتیا په همغږۍ د افغانستان د بین المللي موسسې له لوري یو روغتیایي مرکز جوړ او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول یې پیل کړل.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه ثابت روغتیایي مرکز به یوازې د مور او ماشوم روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي تر څو د مور او ماشوم د مړینې کچه راټيټه شي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل، چې د روغتیایي مرکز نشتون د دې سیمې زرګونه کورنۍ له ستونزو سره مخ کړې وې او ډېر کله به د نقلیه وسایطو د نشتوالي له امله د دوی ناروغان په وخت روغتیایي مرکزونو ته نه رسېدل.

ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکي له عامې روغتیا ریاست او نورو روغتیايي سازمانونو څخه غواړي چې په دې سیمه کې دې ورته یو اساسي روغتیایي مرکز جوړ کړي چې په ټولو برخو کې ناروغانو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا ولري.

اندړوال،ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا