امنیت

د ولسي جرګې غړى عبدالستارخواصي له يوه ناوړه قصدڅخه روغ رمټ پاتې شو

کابل باختر دزمري  نولسمه :
په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازى عبدالستار خواصي د دغه ولايت په شينواري ولسوالۍ کې له يوه  وسله وال بريد څخه روغ رمټ پاتې شو .
د پروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د مشرانو جرګې غړى عبدالستار خواصي چې د خپلې کورنۍ له غړو سره د کتنې لپاره د شينواري ولسوالۍ ته تللى و؛ په خپل کورکې د وسله  والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو، خو روغ رمټ پاتې شو .
خبرځاى وويل چې د ده د ساتوونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې  د ولسي جرګې د دغه غړي يو امنيتي ساتوونکى ټپي شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته