سیاست

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

کابل/ د لړم ١٤مه/ باختر
په اسلام آبادکې د افغانستان سفیر په وړاندې د (آی.اس.آی) پوځیانو د ناوړه چلند په تړاو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پوځي اطلاعاتو سازمان (آی.اس.آی) له خوا په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سفیر احضارولو او د دغه سازمان د پوځیانو د ناوړه چلند په تړاو د خپل کلک اعتراض او اندېښنې مراتب څرګندوي او دغه عمل د ډېپلوماتیکو موازینو او عرف خلاف بولي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت یو ځلې بیا له پاکستان حکومت څخه غواړي چې له افغانستان سره خپلې ډېپلوماتیکې اړیکو ته دې د نړیوالو کنوانسیونونو او د ډېپلوماتیک منل شوي دود په رڼا او مطابقت کې چلند وکړي.
دغه راز د افغانستان اسلامي جمهوریت په کابل کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت سفارت د امنیتي اندېښنو د ادعا په تړاو چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې یادونه شوې ده او په کابل کې د نوموړي سفارت د قونسلي برخې د بندیدو سبب شوې، څرګندوي چې دا ادعا د افغانستان دولت له لورې په جدي توګه څېړل کېږي او ډاډ ورکوي چې د افغانستان دولت د هغه هېواد او د نورو سفارتونو ډېپلوماتانو مصوونیت تامین ته ژمن دی.
پاى/ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته