ټولنه

ترينکوټ ښار ته څيرمه دطالبانو دپټنځيو ډرې وړې کيدل او دشپږو تنو يرغلګرو وژل کيدل

ترينکوت  باختر د غبرګولي دريمه :
په روزګان ولايت کې دوسله والو طالبانو دډلې په دوو  مرکزونو هوايي بريدونه وشول او دړې وړې شول .
  دغو مرکزونو دروزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار ته څيرمه موقعيت درلود.
درارسيدلو خبرونو له مخې ،  بې پيلوټه امريکايي جنګي الوتکو نن سهار په دغو مرکزونو بريدونه وکړل .
دروزګان دوالي وياند دوست ناياب باختراژانس ته خبرورکړ چې په دې هوايي بريد کې  شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې درې تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې دپوځيانو دډزو له امله ووژل شول .
  په دغو طالبانو پرون په داسې حال کې چې په موټرسپاره و او غوښتل يې چې په تروريستي بريد لاس پورې کړي دروزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار ته څيرمه بريد وشو .
ويل کيږي چې په دې بريد کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته