اقتصاد

په ګردیز کې د ۱۷ مېلیونو افغانیو په لګښت د اوبو د دوو پروژو چارې پیل شوې

ګردیز باختر  د لړم ۲۶ مه
د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار په بالاده او خواجه علي  سیمو کې  د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په پار  د دوو پروژو چارې پیل شوې.
د پکتیا د والي و یاند  عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه  ېیز خبریال ته وویل: دغه شبکې چې نږدې اووه کیلو متره اوږدوالی لري،په رغیدو سره به یې د سیمې د خلکو د څه د پاسه درې زره جریبه ځمکې خړوبيږي او په کرنیزو محصولاتو کې به یې زیاتوالی راشي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته