سیاست

د هيواد سيمه ييزو مسوولينو نوي جمهور رييس ته مبارکي وويله

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٨
د هيواد ځينو سيمه ييزو مسوولينو د جلاجلا پيغامونو په ليږلو سره د افغانستان نوي جمهور رييس ډاکتر اشرف غني احمدزي ته مبارکي وويله.
پيغام ورکوونکو د ملي وحدت دحکومت دجوړولوپه سر دجمهوري رياست د دواړو نوماندانو سياسي موافقه او دنوي جمهور رييس دکارپيل په هيوادکې د اقتصادي، ټولنيزو، سياسي او امنيتي بحرانونو د پاى ته رسولو په لاره کې يو مهم ګام وباله .
د لوګر والي نيازمحمد اميري، د غزني والي موسى خان اکبرزاده، د پنجشير والي مولانا عبدالرحمن کبيري، دبغلان والي سلطان محمد عبادي، د جوزجان والي عظيم الله رحمانيار، د کاپيسا والي محراب الدين صافي، د هرات والي سيد فضل الله وحيدي او د غور والي سيد انور رحمتي د دغو پيغامونو په ليږلو سره هيله کړې ده چې افغانستان وکولاى شي د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس ډاکتر اشرف غني احمدزي او د ملي وحدت د حکومت د احراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ سياسي ثبات او پرمختګ ته ورسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته