فرهنګ

ډاکترسنګدل په هغې ژمنې ټينګار وکړ چې د افغانستان د ژورناليستانو له مالي صندوق سره يې کړې ده

کابل باختر د غبرګولي  اتلسمه :
ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکې کې په دنيا پوهنتون کې د پيشګام علمي روزنيز ټلويزيون او د ژورناليزم پوهنځى پرانستل شي چې د ژورناليستانو د مالي ملاتړ د صندوق يوشمېر غړو ته هم د زده کړې زمينه برابريږي .
د يومف سويس دنيا پوهنتون سرپرست احمد شاه سنګدل د افغانستان د ژورناليستانو د مالي ملاتړ د صندوق له  مشرتابه هئيت سره په يوه غونډه کې وويل: په نږدې راتلوونکې کې  د لوړو زده کړو وزارت د اجازې په ترلاسه کولو سره په دغه پوهنتون کې د ژورناليزم پوهنځي او د پيشګام ټلويزيون هم په همدې مقصد د دې لپاره چې ژورناليستان د زده کړې او په استډيوکې د عملي کارونو په بهيرکې له ستونزې سره مخامخ نه شي؛ پرانستل کيږي .
احمد شاه سنګدل وايي: له څه مودې راپديخوا د دانشګاه باز (اوپن يونيورسټي) د کارپوهانو او د رسنيو د کارکوونکو د خبرو وړ ده؛ اوس د پيشګام ټلويزيوني شبکه په يوه نوې پاڼه کې په افغانستان کې رسانه يي فعاليتونه پرانيزي او هلې ځلې کوي د دانشګاه باز مفهوم په ټولنه کې د ډول ډول علمي او روزنيزو پروګرامونو په خپرولو سره چې د محروميتونو له امله  زياتره خلک د سواد او زده کړې له نعمت څخه بې برخې پاتې دي؛ اجرا کړي .
د سنګدل د څرګندونوله مخې: دغه پوهنتون د يومف سويس د نړيوال پوهنتون د رييس پروفيسر جاويد سنګدل له خوا دنړيوالو اکاډميکو شخصيتونو په ملاتړ په افغانستان کې جوړ شوى دى .
ډاکتر سنګدل دغه راز د پنځو سو تنو ژورناليستانو د منلو په باب د افغانستان د ژورناليستانو د مالي ملاتړله صندوق پر ژمنې ټينګار وکړ او ويې ويل: د ژورناليزم د پوهنځي د سمستر په پيل سره د صندوق غړو مينه والو ته به فرصت برابر شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته