
کابل، د غويي ۴مه، باختر
د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د بلخ او سمنګانو د ورزشکارانو ترمنځ د کورش، فوټبال او والیبال سیالیو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
دغه رياست نن په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بلخ او سمنګانو ولايت ١٠٨ ورزشکارانو د کوچني اختر په مناسبت د بلخ ولايت په چهارکنت ولسوالۍ کې د کورش ورزشي سياليو کې ګډون کړی و، چې په ترڅ کې يې برهان الدين د دوو لوبو په ګټلو سره د غوره پهلوان په توګه وپېژندل شو.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دغه ولايت په بلخ ولسوالۍ کې هم د فوټبال سیالۍ ترسره شوې، چې په پايله کې یې ياران دوست لوبډلې د ۳-۵ اسيا لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
همدارنګه د دغه ولايت د اسيا قوناق کلي کې هم د واليبال سيالۍ ترسره شوې، چې د چهار ګونبد ټيم په بریا سره پای ته ورسېدې.
سرچینې ویلي، چې دغه سيالۍ د ولسواليو او کليو په کچه د سپورټ د ودې او ښاريانو ته د تفريح په موخه په لاره اچول شوې وې.
لمر