نړۍ

په سوريه کې د هوايي بريد د سرد زيان شمير شپږ څلويښتو تنو ته ورسيد.

دمشق – فرانسپرس – باختر دسلواغې دمياشتې ١٣
د سوريې حکومتي ځواکونو پرون ددغه هيواد دحلب ښار ناحيې بمباري کړې چې له امله يې ٤٦ تنه ووژل شول  .پخوا  دغه شمير ١٦ تنه ښودل شوى  و.
باختر آژانس دفرانسې دخبري آژانس له خولې خبر راکړ: 
ددغو بمباريو له امله يوازې ٣٣ تنه ملکي وګړي دحلب ښار  ته په څيرمه ناحيه  کې وژل شوي دي .
دسوريې دبشر دحقوقو يوکتونکي  وويل په دې بريد کې دسوريې دهوايي ځواکونو توپ لرونکو هليکوپترونو دحلب په ښار له چاويدونکو توکو ډک بيلرونه دحکومت دمخالفينو ترکنترول  لاندې  سنګرونو  غورځولي دي .
په لندن ښارکې دسوريې دبشر دحقوقو دڅارنې مسوول رامي  عبدالرحمان د فرانسې خبري آژانس ته وويل :   په دې بمباري کې چې دحلب ښار په ختيځو سيمو وشوې د  طارق الباب په ناحيه کې ٣٣ تنه ملکي وګړي  ووژل شول  .
دسوريې په کورنيو جګړو او نا اراميو کې چې له  نږدې دريو کلونو راپه  دې خوا دوام لري څه دپاسه يو سلو شل  زره تنه  وژل شوى او په مليونونو تنه له هيواد څخه بهرته مهاجر شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته