
کابل، د سلواغې ۲۰مه، باختر
د جوزجان امنیتي مسوولین وایي، چې د جوزجان – بلخ پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له کبله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جوزجان د فيض آباد ولسوالۍ امنيه قومندان مولوي کفايت الله متوکل باختر آژانس ته وویل، چې نن سهار د جوزجان – بلخ پر لويه لاره د جوزجان د فیض آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سراچې او باروړونکي موټر د ټکر له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې په کې ۴ تنه مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.
مولوي متوکل زیاته کړه، چې دغه پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
لمر