نړۍ

ديمن په جګړه کې د اوربند احتمال

رياض فرانسپرس   باختر د مرغومي دمياشتې  ١٩ :
دعربستان دبهرنيو چارو وزير عادل الجبير چې پاريس ته سفر کړى دى  دراتلوونکې سه شنبې  له ورځې څخه په يمن  ددغه هېواد دهوايي بريدونو دبنديدو  خبر ورکړ.
دفرانسې دخبري آژانس د خبرله مخې :  ده  چې  دامريکا دبهرنيو چارو له  وزير 
جان کري سره  په ګډه خبري غونډه کې برخه اخيستې وه  ، زياته کړه  دسه شنبې 
په ورځ به  په يمن بمبارۍ بندې شي .
دالجبير دڅرګندونوله مخې  که چېرې دغه اوربند بريالى وي دتمديد وړ دى.
دا په داسې  حال کې ده چې دعربستان دائتلاف  ويندوى  احمدالعسيري پرون
ديمن  دصعده ښار له خلکو څخه وغوښتل چې له ښار څخه دې ووځي.
ده ادعا وکړه چې دغه ښار پوځي سيمه ده .
دعربستان الوتکو دتيرې يوې مياشتې په بهېرکې  ديمن  په سلګونو تنه وژلي  دي اوپه زرګونو تنه نور يې ټپيان کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته