امنیت

طالبانو د٨٠ پوځيانو د خوشې کولو خبر ورکړ

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر
په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند پرون د دغې ډلې له زندانونو څخه د٨٠ پوځيانو د خوشې کولو خبر ورکړ.
سهيل شاهين په خپل تويټر کې ليکلي دي چې دغه زندانيان يې په بغلان او کندز کې خوشې کړي دي.
هغه ويلي دي چې هر آزاد شوي بندي ته يوه جوړه جامې او ٥٠٠٠  افغانۍ ورکړې دي.
د طالبانو دغه اقدام له هغه وروسته ترسره کېږي چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس د حکم له مخې، د طالبانو سلګونه بنديان د اختر په ورځوکې د کابل او څو ولايتونو له جېلونو څخه آزاد شول.
اوس د طالبانو يو تخنيکي پلاوى د بنديانو د نوملړ او د هغوى د آزادولو د څرنګوالي             په موخه کابل ته راغلى دى.   
پاى ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته