ټولنه

په جوزجان ولايت کې درې کيلومتره سړک پوخ شو .

کابل باختر دسلواغې  درې ويشتمه :
دجوزجان ولايت دترکستان _ شبرغان  دښارګوټي  درې کيلومتره سړک پوخ او ګتې اخستنې ته وسپارل شو .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دکليوالي  لارې جوړولودملي پروګرام  مسوول انجنير محمد شاکر صابري دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دغه سړک ددريو کيلومترو په اوږدوالي  او دپنځو مترو په سور د ترناب چارپيکال ، بشير اباد ، ترکستان او دنواباد دپمپ خانې کلي  دشبرغان سرپل  له لويې لارې سره نښلولي دي.
  صابري زياته کړه :دغه پروژه  دنړيوال بانک په مرسته ددرې ديرشو  مليونو افغانيو په لګښت  پلې شوې ده .    ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته