خبرونهامنیت

د بلخ د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه سلګونه سرتېري فارغ شول

 کابل، د لیندۍ ۳ مه، باختر

د بلخ د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د یاد ولایت له ښوونیز مرکز څخه۴۸۷ پولیس له ۴۵ ورځنۍ زده کړې وروسته فارغ شول.

د بلخ د ښوونیز مرکز قوماندان مولوي فضل الرحمن نصرت وايي، چې ۴۸۷ پولیس چې په ۴۵ ورځو کې په بېلا بېلو برخو کې يې زده کړې کړې دي. له یاد مرکز څخه فراغ شول.

په همدې حال کې د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل له فارغو شویو سرتېرو وغوښتل، چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي او له خلکو سره ښه چلند ولري.

د یادولو وړ ده چې په دغه مرکز کې دا د پولیسو د افسرانو د فراغت دریم پړاو دی، چې له دې سره ۸۰۰۰ سرتېري له اوږد مهاله او لنډ مهاله زده کړو وروسته له دغه مرکز څخه فارغ شوي دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا