امنیت

د طالبانو د سرې قطعې اتلس تنه غړي په بغلان کې ووژل شول .

_کابل باختر دثور نهمه:
د بغلان ولايت  د امنيې قوماندانۍ  پوليسو  په دغه ولايت کې د طالبانو د سرې قطعې  د اتلسو تنو  غړو د وژلو خبرورکړ .
  د بغلان ولايت  امنيه قوماندان  جنرال اکرام الدين سريع  باختراژانس ته وويل چې،  په تېرو درې ورځو  کې د طالبانو د خندق  د عملياتو له اعلام وروسته  د بغلان ولايت په څو سيمو کې  بريدونه کړي دي  خو نه دي  بريالي شوي  چې ډيره لږه لاسته راوړنه  هم ولري .
سريع وويل  چې، وسله والو طالبانو د ډنډ شهاب الدين  ، خلا زايو ، د مرکزي بغلان  ، خنجانو ، بورکې او د دوشي د ولسواليو  په پوستو بريدونه کړي دي  چې هغوى ته  د سر دروند زيان اوښتى دى .
ده زياته کړه  چې  د وسله والو طالبانو  د سرې قطعې  اتلس تنه غړي  وژل شوي دي  او درې ديرش تنه نور يې ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته