امنیت

څلور تنه پاکستاني اتباع په ميدان وردګو ولايت کې ووژل شول

کابل _ باختر دکب دوه ويشتمه :
په ميدان وردګو ولايت کې نن دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې څلور تنه پاکستاني اتباع  ووژل شول .
له ميدان ښار څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، څلور تنه وسله وال مخالفين چې په څو ډار اچوونکو پيښو کې يې لاس درلود ددغه ولايت چک ولسوالۍ دچک بند  په کلي کې دعملياتو له امله ووژل شول .
ده زياته کړه، دغه څلور تنه هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې په امنيتي ځواکونوبريد وکړي .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې اومهماتو په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته