
کابل، د کب ٢٦مه ،باختر
د بلخ د کليو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولين وایي، چې د روان کال ١١ مياشتو په موده کې يې د بېلابېلو موسسو په مالي ملاتړ د ۷۵۰ ميليونو افغانيو په ارزښت ګڼ شمېر ټولګټې پروژې پلې او له زرګونو اړمنو کورنيو سره مرستې شوې دي.
د دغه ولایت د کليو، بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي يارمحمد شبير باختر آژانس ته وویل، چې روان کال ١١ میاشتو کې یې په خلم، چمتال، چهاربولک او دولت آباد ولسوالیو کې د څښاک اوبو ٨ شبکې جوړې کړې او شولګر ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د یوې شبکې چارې روانې دي.
مولوی شبير زياته کړه، چې د بېلابېلو ولسوالیو ١٦٠ کلیو ته یې د ۷۵ ورځو لپاره په ټانکرو کې اوبه انتقال کړې دي.
هغه وویل: ( د روان کال په ۱۱ میاشتو کې د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرستې وېشل شوې او د ۱۵۰ میلیونو افغانیو په ارزښت ټولګټې پروژې پلې شوې دي. او دغه راز راتلونکي کال کې ٢٥ پروژې پلان کې نیول شوې، چې د ١٣ قراردادونه شوي دي.)
د نوموړي په وینا، له نړیوالو موسسو سره یې ښې اړیکې لرلې او د خلکو د ستونزو د هواري په موخه يې ورسره وخت پر وخت ناستې کړې دي.
لمر