ټولنه

په ميدان وردګوکې يو پل جوړ شو

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٦ نيټه :
د ميدان وردګو ولايت د جلريز ولسوالۍ د زيولاتو په سيمه کې پرون د ١٢ مترو په اوږدوالي د يوه پله د جوړولو کار بشپړ شو.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو مسوول حبيب  بهزاد باختر آژانس ته وويل چې د دغه پله په جوړولو سره د سلګونو کورنيو د تګ راتګ ستونزې کمې شوې دي.
ده وويل: د دغه پله د جوړولو کار د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د کليوالي لارو جوړولو د ملي پروګرام له لارې عملي شوى دى .
د ده دڅرګندونوله مخې: د دغه پله د جوړولو لګښت څه ناڅه درې ميليونه افغانۍ اټکل شوې دي.
پاى عطاالله ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته