نړۍ

دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمې هوايي بريد

پيښور  باختر د تلې ٤
دسمالي وزيرستان په قبايلي سيمې پرون دامريکا دبې پيلوټه الوتکو په بريد کې څه ناڅه څلورتنه ووژل شول.
په دې بريد کې له يوې بې پيلوټه الوتکې څخه دوه توغندي دشمالي وزريرستان په مير علي سيمه کې داستوګنې په يوې ودانۍ وتوغول شول چې له امله يې په وژل شوي کسانو سربيره دوه تنه نور ټپيان شوي دي. او ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده.
تراوسه پورې دهغو کسانو دهويت په باب چې په دې راکټي بريد کې مرګ ژوبله ورته اوښتې ده کوم خبرنه دى ترلاسه شوى .
داپه تيرو دريو ورځوکې دبې پيلوټه امريکايي الوتکو دويم بريد دى .
پرون دشمالي وزيرستان په داتاخيلو سيمې ددغو الوتکو په بريدونو کې درې تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته