امنیت

په غزني کې يوې ښځې ځان ته اور وچاوه

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٧
په غزني ولايت کې پرون يوې ځوانې ښځې ځان ته اور واچاوه.
دغزني ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغې ځوانې ښځې چې دکورني تاوتريخوالي او د اقتصادي ستونزو له امله ځوريدله؛ په غزني ښارکې په خپل کورکې ځانته اور اچولى دى .
ويل کيږي؛ دغه ښځه د خپلوانو له خوا يې د غزني ولايتي روغتون ته ليږدول شوې او تر درملنې لاندې ده او د دغه روغتون يوه طبي مسوول د هغې روغتيايي حالت خراب بللى دى، ځکه د دغې ښځې بدن په سلوکې ٦٠ سوځيدلى دى.
ويل کيږي؛ په وروستيو کلونوکې په افغانستان په تېره بيا د دغه هيواد په ولايتونو کې د ښځو ترمنځ ځان وژنې او ځان ته اور اچولو زور اخستى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته