خبرونهاقتصادټولنه

د بلخ سېلو له دریو لسیزو ځنډ وروسته بیا فعالیت پیل کړ

کابل، د لړم ۱۷مه، باختر

د بلخ سیمه ییز مسووولین وایي، چې د دغه ولایت سېلو وروسته له دریو لسیزو ځنډ بېرته خپل فعالیت پیل کړ.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د دغه سېلو د پرانیستلو پرمهال د بلخ سېلو رييس محمد جاوید صديقي وویل، چې  د بلخ د سېلو د دغې ادارې د کارکوونکو په هڅو له درې لسيزو ځنډ وروسته بېرته فعاليت پيل کړ.

د هغه په وينا، د دغه سېلو په بيا فعالېدو سره ۵۰ تنو ته د کار زمينه برابره شوې او په نږدې راتلونکي کې به د ۵۰ ښځو په ګډون ۴۰۰ تنو د کار زمينه برابره شي.

د مرکزي سېلو عمومي رييس نصرت الله منصور چې د بلخ د سېلو د پرانيستلو په موخه بلخ ته ورغلی و وویل، چې هڅه کوي نږدې راتلونکې کې د کندهار او لغمان سېلو هم فعاله کړي.

د بلخ سېلو فابریکه په ۱۳۶۲ کال کې د مزارشریف په جنوب کې د شوروي اتحاد په همکارۍ جوړه شوه، چې تر ۱۳۷۵ کال پورې یې د پوځي واحدونو او ملکي سکتورونو لپاره ډوډۍ تیاروله.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا