امنیت

په ننګرهار کې دکليوالي اوسيدونکو په خلکو دداعشيانو مرګانۍ بريد .

کابل باختر دچنګاښ څلورمه :
په ننګرهار ولايت کې دکليوالي سيمو داوسيدونکو په کورونو د داعش  دډلې دغړو په ډله ئيزو بريدونوکې درې تنه  ووژل شول اوڅه ناڅه دولس تنه نور ټپيان شول .
  داعشيانو له پوځيانو سره دنښتو په بهير کې دکوټ ولسوالۍ دسه پاى په کلي کې په ځواکونو بريدونه وکړل او په ملکي وګړو يې ډز ې وکړې .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله   خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دداعشيانو په دغو ډزو کې ديوماشوم په ګډون درې تنه ووژل شول او ددريو تنو ماشومانو په ګډون څه  ناڅه دولس تنه نور ټپيان شول .
په همدې  حال کې په کليوالي  اوسيدونکو دداعشيانو له ډزو وروسته افغان پوځيانو ددغې تروريستي ډلې په غړو بريد وکړ او څو تنه يې ووژل .
ويل کيږي  چې په دې نښته کې پوځيانو ته  هم دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې لاتراوسه پورې معلوم نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته