امنیت

له اسلامي ګوند سره دسولې دموافقه ليک ملاتړ وشو.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٦
دننګرهار ولايت اوسيدونکو په يوه غونډه کې دګلبدين حکمتيار په مشرۍ له اسلامي ګوند سره د دولت دسولې دموافقې ملاتړ وکړ. دغه غونډه دسلګونو تنو ځوانانو ،قومي مشرانو ،ديني عالمانو او دمدنې ټولنې دفعالينو په ګډون په جلال آباد ښارکې جوړه شوې وه په دې غونډه کې يو شمير قومي مشرانو سوله دافغانستان له جدي اړتياو څخه وباله او دسولې له بهير سره دګلبدين حکمتيار په مشرۍ داسلامي ګوند دپيوستون هرکلى يې وکړ.
دغونډى برخه والو له طالبانو څخه وغوښتل چې نور دپرديو په اشار نور خپل هيواد وران ته کري او دسولى لاره غوره کړى .
دننګرهار ولايت سرپرست محمد حنيف ګرديوال په دې غونډه کې وويل: جګړه دحل لاره نه ده او هيڅ يوه ډله دتاوتريخوالي او دبې ګناه انسانانو دوژلو له لارې نه شي کولاى په افغانستان کې بريالى شي.
ده هم دملي وحدت له حکومت سره دګلبدين حکمتيار په مشرۍ داسلامي ګوند دسولې دموافقې هرکلى وکړ او له طالبانو څخه يې وغوښتل چې له اسلامي ګوند څخه يې زده کړي او دسولې لاره غوره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته