کابل باختر د زمري اوومه :
درې تنه ماين ښخوونکي نن سهار دروزګان ولايت په مربوطاتو کې ووژل شول .
دغه ماين ښخوونکي دروزګان ولايت ددهراود ولسوالۍ په مربوطاتو کې وژل شوي دي .
دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان په دهراود ولسوالۍ کې باختراژانس ته وويل دغه ډار اچوونکي دهغه ماين دچاودنې له امله ووژل شول چې غوښتل يې هغه ددغې ولسوالۍ په يوه واټ کې ښخ کړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ