سیاستخبرونه

د بلخ والي د چارو ادارې له عمومي رییس او د ملي پراختیایي شرکت له مالي او اداري مرستیال سره وکتل

 کابل، د لړم ۲۲مه، باختر

د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل په خپل کاري دفتر کې د چارو ادارې له رییس شیخ الحدیث نورالحق انور، د ملي پراختیا شرکت له مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل او مل پلاوي سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د چارو ادارې عمومي رييس د سالمې حکومتوالۍ، له فساد څخه په پاکې ادارې د پياوړتيا، د ادارو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو، د حکومتوالۍ په چارو کې د روڼتيا او باور فضا په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

دغه راز د ملي پراختيايي شرکت مرستيال مولوي عبدالولي عادل د قوش تېپې کانال رول د هېواد په اقتصاد کې مهم وباله او زیاته یې کړه، چې د هېواد اقتصاد او ځانګړي ډول د هېواد په شمال کې د خلکو ژوند په کرنه ولاړ دی او د قوش تېپې کانال په جوړېدو سره به د هېواد د کرنې سکټور پیاوړی او بې وزلي کمه شي.

د نوموړي په خبره، د اوبو لګولو د کانالونو په کیندلو سره د سلګونه زره هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو زمینه برابره شوې او دغه چاره د کرنې د ودې او د خوراکي توکو د خوندیتوب سبب کېږي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا