ټولنه

ملا امامان او واعظان : ځانمرګي بريدونه هيڅ راز توجيه نه لري .

کابل  _باختر  دغبرګولي څلير ويشتمه

 دجوماتونو ملا امامانو او واعظانو نن دجمعې دلمانځه  په خطبو کې  ځانمرګي بريدونه چې دماشومانو اوښځو په ګډون  دخلکودشهادت سبب کيږي داسلام دمقدس دين دحکمونو پرخلاف وبلل .

  دوى په دغوخطبو کې وويل ځانمرګي بريدونه چې  دعام خلکو دشهادت سبب کيږي هيڅ راز توجيه نه لري .  داسلام له مبين دين  او دهغه له پيروانو سره  له دښمني پرته اوهغه کسان چې په ګڼ ميشتوسيمو او لارو دبمونو په ښخولو او دخلکو ترمنځ په ځانمرګو بريدونو لاس پورې کوي دالهي عدالت په وړاندې به  دخلکو دقاتلانو په توګه ځواب ويونکي وي .

  دهيواد له مرکزاو ولايتونو څخه دباختر اژانس دخبريالانو دخبر له مخې، په دغوخطبو کې  په هيواد کې ددغه شان بريدونو پراختيا دخلکو ددښمنانو کار وبلل شو اووويل شول چې دغو ناوړو عملونو پلان دافغانستان له پولو څخه بهر برابريږي  او دهغو په وړاندې بايد خلک خپله هوښياري وساتي او دهيواد ددښمنانو دتوطيو دشنډولو لپاره په يوموټي توب  سره عمل وکړي .

 په دغو خطبو کې دغه راز لمونځ کوونکوته داسلامي اخلاقواو چلندونو زيات  رعايتولو ته بلنه ورکړ شوه  اووويل شول چې  دعيب لټول اوغيبت کول دمسلمانانو ترمنځ دلوى خداى (ج )  په دربار کې ستره ګناه بلل کيږي اوډير ښه عبادت خلکو ته خدمت او ډير ښه مسلمان هغه څوک دى چې زيان يې خلکو ته ونه رسيږي  او ډيربدخلک هغه کسان دي چې زيان يې نورو ته رسيږي اوهغه کسان چې دخلکو دځورونې سبب کيږي هيڅکله جنت ته نه شي داخليداى او هغوى ددوزخ  وړ دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته