تفليس/ امريکا غږ باختر د ليندي پنځلسمه :
د ګرجستان پخوانى جمهور رييس ميخاييل ساکاشويلي د اوکراين په پايتخت کيف ښارکې په داسې حال کې چې د خپلو ملاتړو د يو څه لمسوولو لپاره د خپل کور چت ته تللي و، ونيول شو .
د اوکراين امنيتي مامورانو د ساکاشويلي د استوګنې په اپارتمان له بريد وروسته، دى ونيوه او له ځان سره يې بوته.
د سه شنبې په ورځ او په داسې حال کې چې د ساکاشويلي ملاتړي د ده د کور په وړاندې راغونډ شوي وو، د ده د نيونې مخه ونيسي. پوليسو د اوښکي بهوونکي ګاز او مرچو په کارولو او د خلکو په خورړلو سره د ده د اپارتمان په لور خپله لاره پرانستله .
ساکاشويلي د خپلو ملاتړو د کتنې لپاره د اپارتمان بام ته ختلى و او د موټي په خوړولو سره يې ماموران ګواښول، په هماغه وخت کې ونيول شو .
ميخاييل ساکاشويلي چې په ٢٠٠٣ ميلادي کال کې د انقلاب له لارې په ګرجستان کې قدرت ته ورسيد، تر ٢٠١٣ ميلادي کال پورې د قفقاز د حوزې د دغه هېواد جمهور رييس و.
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل