خبرونهروغتیا

د بلخ په ابوعلي سینا بلخي روغتون کې د سي. ټي.سکن. معایناتو ماشین فعال شو

کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر

د بلخ په ابو علي سینا روغتون کې د (سي. ټي. سکن) د ناروغ پېژندنې ماشین او یو شمېر نورې څانګې د عامې روغتیا وزارت د مرستیالانو او د بلخ والي په حضور کې پرانیستل شو.

د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله توانا د دغه ماشین د پرانیستلو پرمهال د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د بلخ د ابو علي سينا روغتون کې يې د ۵۴۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د تشخيص نوي او پرمختللي ماشينونه نصب کړي، چې په کې د سي ټي اسکن ماشین، د دماغونو او غړو برېښنایي ګراف او برانکوسکوپي ماشین شامل دی.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده  وویل، چې حکومت هڅه کوي په بلخ او نورو ولايتونو کې د خلکو روغتيايي ستونزې هوارې کړي.

اخوا د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل وویل، چې د بلخ رهبري تل هڅه کوي خلکو د امنیت او سولې د تامین لپاره لا زیاتې آسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې په ابو علي سینا روغتون کې د ۶۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د پایوازانو لپاره انتظار خونه د عامې روغتیا وزارت له بودیجې رغول کېږي، چې راتلونکو ۴ میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا