کابل باختر د ثور ديارلسمه :
په هرات ولايت کې نن د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې اته تنه ټپيان شول .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه دهرات ولايت په زنده جان ولسوالۍ کې ونښته چې له امله يې له دواړو لورو څخه اته تنه ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى دپيښې ټپيان ددواړو کورنيو غړي وبلل او ويې ويل چې ددغې نښتې په اړوند درې تنه نيول شوي دي .
خبرځاى زياته کړه تراوسه پورې ددغې نښتې انګيزه نه ده معلومه شوى خو ښايي چې دکورنيو دښمنيو زيږنده وي . په دې اړوند دپوليسو تحقيقات پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ