خبرونهامنیتټولنه

د کابل په هوايي ډګر کې آلوتنې له دوه ساعت ځند وروسته له سره پیل شوې

۲۵- کابل / د لیندی ۲۲ / باختر
د کابل د پنځلسمې ناحیې په مربوطاتو کې څو توغندي نن سهار د ۶ بجو او۴۵ دقيقو د حامد کرزی د نړیوال هوايي ډګر په لور وتوغول شول او د هوايي ډګرله عملیاتي ساحوڅخه لرې لګېدلي دي.
د ملکي هوايي چلند ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي ډي.
په دغه هوايي ډګر کې د عملیاتو د مصوونیت د تدبیرونو په رعایتولوسره آلوتنې په موقتي توګه درول شوې وې، د ډاډ له ترلاسه کولو وروسته له دوو ساعتو ځنډ وروسته آلوتنې بیرته پیل شوې او په عادي توګه آلوتنې دوام لري.
د ملکي هوايي چلند مشرتابه ټولې ساحې څېړلې دي او حامد کرزی په هوايي ډګرکې هیڅ راز مالي او ځاني زیانونه نه دي آوښتي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته