
کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې د یو، ۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو او پرانستې خبر ورکړی دی.
د باختر اژانس د خبر له مخې یاد روغتون پرون د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د پلان او پالیسۍ مرستیال دوکتور محمد حسن غیاثي او د بلخ یوشمېر ځايي چارواکو له لوري دغه ولایت ته د سفر په ترڅ کې پرانیستل شو.
دغه روغتون چې په مجهزو عصري روغتیايي تجهیزاتو سمبال دی او د یادې ولسوالۍ د ناروغانو لپاره به غوره روغتیايي چوپړتیاوې وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه روغتون له پرانیستل کېدو سره د خلم او څېرمه ولسوالیو د ناروغانو ستونزې تر یوه بریده حل شي.
افغانمل