Uncategorized

پنځه وسله وال طالبان په کونړ کې ووژل شول

٢٤- کابل / دسلواغې ٢٠مه/باختر
په داسې حال کې چې په کونړکې پوځي عمليات دوام لري افغان ځواکونو په دغوعملياتوکې د پنځو وسله والو طالبانو د وژنې خبرورکړ.
په دغو وسله والوطالبانو تېره شپه له ځمکې اوهوا څخه بريدونه وشول چې په افغان ځواکونو يې د بريد نيت درلود.
په دغه جګړه کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه عمليات د سلګونو پوځيانو په ګډون او د هېواد د هوايي ځواکونوپه ملاتړ په دې وروستيو وختوکې د شلتن ولسوالۍ په ځينوسيموکې چېرته چې په دې وروستيو وختوکې د وسله والوطالبانو د شتون او د پراخو فعاليتونو ډګر و ، پيل شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يوجګپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې پوځيانو د دغو عملياتو له پيل څخه تراوسه پورې د شلتن ولسوالۍ په لسګونه کلي د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاک کړي دي .
هغه د دغو عملياتو د ترسره کولو هدف خلکو ته د ژوندانه او په پرمختيايي پروګرامونو کې د مناسبې فضا برابرول وباله .
د سيمې اوسيدونکي د طالبانو له ځپلو څخه خوشحاله دي او له حکومت څخه غواړي چې د طالبانو له شتون څخه د سيمو له پاکولو وروسته په دغوسيموکې پوځي پوستې جوړې کړې چې خلک په ارامۍ سره ژوند وکړي.
دهېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي د وسله والو طالبانو له شتون څخه د شلتن له پاکولو وروسته به په يوشمېر سيموکې د ملي اردو اوملي پوليسو پوستې جوړې شي.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته