(PS)خبرونه(PS)روغتیا

د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې یو روغتیایي مرکز جوړ شو

کابل، د وږي ۲۴مه، باختر
د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د ۳ میلیونو افغانیو په لګښت د «بیست پیکال» بنسټیز روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
‏د پرانیست غونډي د پیل په مراسمو کې د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجیب الله توانا د بیست پیکال، شش پیکال، ملا خدا رحیم، جوی شور، نوآباد او سالار تپې د سیمې اوسېدونکو ته د دغه مرکز د پرانیستلو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د یاد مرکز په پرانیستلو سره به تاسو باکیفیته روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولرئ.
توانا زیاته کړه، چې د دې روغتیايي مرکز پرانیستل به د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې په راټيټولو کې مهم رول ولوبوي.
د بیست پیکال بنسټیز روغتیایي مرکز د چمتال او چهاربولک ولسوالیو ۷ زره ۵۰۰کورنۍ او له ۱۰ څخه زیات کلي تر پوښښ لاندې راولي، چي په دې روغتيايي مرکز کې د نارينه او ښځينه ناروغانو معاينه، واکسين کول، تغذيه، د زېږون روغتون او داسې نور خدمتونو په کې وړاندې کېږي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا