خبرونهاقتصادټولنه

د بلخ په کلدارې ولسوالۍ کې د یو کانال د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل، د تلې ۲۵مه، باختر

د بلخ د اقتصاد ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د کلدارې ولسوالۍ په کاتاریغ کلي کې یې د WFP موسسې په مالي ملاتړ د اوبو رسولو کانال د جوړېدو چارې پیل کړې دي.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ یاد کانال د ۶۹۳ مترو په اوږدوالي او ۲ مترو په سوروالي جوړېږي، چې د ۳۰۰۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او په رغولو سره به یې شاوخوا ۷ زره جریبه ځکمه هم خړوبه شي.

د یادولو وړ ده چې د دغه کانال په جوړولو سره ۱۷۰ کسانو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا