امنیت

په افغانستان دطالبانو او دحقاني دشبکې داوو تنو قوماندانانو وژل کيدل او نيول کيدل.

کابل – باختر دسلواغې څوارلسمه :
په افغانستان کې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو ديو لړ بريدونو له امله دوسله والو طالبانو او دحقاني دشبکې اووه تنه قوماندانان ووژل شول.
په دغو قوماندانانو په تيرو ٢٤ ساعتو دهلمند، قندهار ،غزني،زابل،ارزګان، خوست او دفارياب ولايتونو په مربوطاتو کې د دوى په پټنځايونو کې بريدونه وشول.
باختر آژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې ددغو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو څلور تنه سيمه ييز قوماندانان ووژل شول او دحقاني دشبکې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون درې تنه نور قوماندانان ونيول شول.
ناټو وايي په دغو قوماندانانو کله چې ديو لړ ترورستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو بريد وشو او يو شمير يې ووژل شول او يو شمير نوريې ونيول شول.
ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې په دغو قوماندانانو پوري اړوند ١٥ تنه نور هم وژل شوي اويا نيول شوي دي .
ددغو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو او دحقاني په شبکې دجنګي وسايلو او دنشه يي توکو ٤ ډيپوګانې او ګودامونه هم ضبط شوي دي .
په دغو ډيپوګانو او ګودامونو کې چې د جګړه مارانو په پټنځايونو کې ساتل کيدل دجګړه مارانو په لسګونو جنګي وسايل او په سلګونو کيلوګرامه نشه يي توکې ترلاسه شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې ددغو عملياتو په بهير کې افغان پوځيانو او بهرنيو ځواکونو او ملکي وګړوته دسر درسيدلي زيان په باب څه نه دى ويل شوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته