
کابل، د غبرګولي ١٢مه، باختر
د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ په کهنه کلدار کلي کې پر یو نیم جریبه ځمکه د یوه روغتيايي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجیب الله توانا وویل، چې د دغه روغتيايي مرکز د BDN دفتر په مالي ملاتړ د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي، چې په جوړېدو سره به یې د یاد کلي ٦ زره اوسېدونکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.
توانا زياته کړه، چې روغتيايي خدمتونه د وړاندې کولو برخه کې به له هېڅ راز مرستې او هڅو درېغ ونه کړي.
ورته مهال د یاد کلي اوسېدونکي د دغه مرکز په جوړېدو خوښ دي او وایي، چې له دې وړاندې روغتيايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
د یادونې وړ ده، چې د یاد روغتيايي مرکز د جوړېدو چارې به د ٦ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
لمر